د اوبو او انرژي  سرپرست وزیر د بدخشان له والي سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۹:۱۲
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په داسې حال کې چې د بدخشان انرژي رئیس  محترم عزیز علي شاه او د یو شمېر سیندیزو حوزو رئیسانو یې ملتیا کوله، د بدخشان ولایت له والي محترم الحاج مولوي محمد ایوب سره وکتل.

په ورته مهال د یاد ولایت والي او مسؤولینو د اوبو او انرژي  سرپرست وزیر له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او ښه راغلاست یې ورته وویل.

په یاده لیدنه کې د بدخشان ولایت د اوبو او برېښنا اړوند په ستونزو، وړاندیزونو او غوښتنو بحث او د اندونو تبادله وشوه.همدارنګه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د دوي ستونزو او غوښتنو ته د رسیدګي ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image
جمعه ۱۴۰۴/۴/۲۰ - ۱۵:۵۲
Background image

د یتیمانو پر شونډو د موسکا شیبې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر، محترم...

بیرته تګ

User account menu