د انرژي معین د پکتیکا ولایت د مشرانو له یوې ډلې سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۵:۲۰
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب او د دغه معینیت یو شمېر رئيسانو د پکتیکا ولایت د مشرانو له یوې ډلې سره د دغه معینیت د غونډو په تالار کې وکتل.

په دغه لیدنه کې، د پکتیکا ولایت مشرانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د انرژي له معین سره شریک کړل او په هغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو په ځانګړې توګه د اوبو او برېښنا تولید بندونو جوړولو او برېښنا رسونې پروژو د پلي کولو په برخه کې د وزارت مقام د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د انرژي محترم معین او د دغه معینیت یو شمېر رئيسانو د پکتیکا ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د لمریزې برېښنا، له غزني څخه پکتیکا ته د برېښنا لېږد او د هغه ولایت د برېښنا شبکې پراختیا پروژې د دغه وزارت په لومړیتوبونو کې دي، چې ان شاالله د امکاناتو په چمتو کېدو سره به یې چارې په راتلونکي وخت کې پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu