د انرژي معینیت په اونیزه اداري او تخنیکي ناسته کې د دغه معینیت اړوند د یو شمېر موضوعاتو په هکله خبرې، اترې وشوې

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۳:۴۶
۱

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته د دغه وزارت د انرژي  معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د نوموړي معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره او د دغه معینیت اړوند د یو شمېر موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په دغه ناسته کې، د تېرې ناستې پرېکړو ته د کتنې ترڅنګ، د ام، جی، اې، ام شرکت له لوري د باغدرې برېښنا بند د امکان سنجۍ مطالعاتو مودې غځولو د غوښتنې او د انرژي انجنیري چوپړتیاوو رئيس او ورسره مل پلاوي چین هېواد ته د باغدرې برېښنا بند د ډبرو د آزمایښت له پروسې څخه د څارنې د لومړني راپور په هکله خبرې، اترې وشوې .

د انرژي محترم معین د نوموړو موضوعاتو په هکله د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو د اندونو او وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د چارو د چټکتیا او غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې او په دې هکله اړین تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu