د انرژي معینیت تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۳:۵۵
1

دغه ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز او د انرژي سکتور رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د انرژي سکتور اړوند موضوعاتو په ځانګړې توګه د ریاستونو د پلانونو د جوړولو ،  د انرژي پراختیایي پلانونو، د پنځه کلن پلان، د برېښنا ملي ستراتیژي او د انرژي سکتور د ماستر پلان د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د انرژي محترم معین د رئيسانو د راپورونو او اندونو تر ارزولو وروسته، د انرژي د ځان بسیاینې په برخه کې د نوموړو پلانونو عملي کول اړین وبلل او د چارو د لا غوره تنظیم او سمون په هکله یې اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu