د انرژي معینیت او د افغانستان برېښنا شرکت تر منځ د همغږي ناسته ترسره شوه

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۴:۳۲
۱

 

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس د خپل کار په دفتر کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ښاغلي ملا محمد حنیف حمزه، د افغانستان برېښنا شرکت تجارتي رئیس ښاغلي مولوي عبدالرحمن رحماني او د یاد شرکت له یو شمیر نورو مسئولینو سره د همغږي ناسته ترسره کړه.

په یاده ناسته کې، په هېواد کې د انرژي د مدیریت، د تولید د پراختیا او د انرژي سکتور د ودې او پراختیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د یادې ناستې غړو، د انرژي چارو د ښه والي او چټکتیا په موخه پر لا زیاتو همکاریو باندې ټینګار وکړ.

User account menu