د انرژي معینیت اونېزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۴:۰
1

دغه ناسته د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشري لاندې د رئيسانو او د دغه معینیت د یو شمېر نورو مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د انرژي معینیت د مسؤلینو ترمنځ د بېلابېلو اداري او تخنیکي موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي د راپورونو او د رئيسانو د اندونو تر اورېدلو وروسته، د چارو د غوره مدیریت، د اجراآتو د چټکتیا او د دغه معینیت د پروژو د لا غوره پلي کولو په هکله اړوندو مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

همدارنګه په دغه ناسته کې، د افغانستان برېښنا شرکت د اساسنامې په هکله هم خبرې وشوې، ترڅو اړین موارد د وزارت رهبري مقام ته وړاندیز شي او د وزارت د محترم مقام تر حکم وروسته ټاکل شوې کمېټه خپلې عملي چارې پيل کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu