د انرژي معینیت اونیزه غونډه د یاد معینیت تر ټولو اړینو تخنیکی او اداري موضوعاتو د څېړلو په هکله ترسره شوه
یاده غونډه د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی "ثاني" تر مشري لاندې د انرژي سکتور د رئیسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسئولینو په شتون کې ترسره شوه.
په یاده غونډه کې، یو شمیر رئیسانو د خپلو کړنو او اجراآتو په اړه چې په مخکینيو غونډو کې یې په هکله پریکړې شوې وي، راپورونه ورکړل او وروسته د څو نورو مهمو تخنیکي موضوعاتو په اړه لکه د افغانستان برېښنا شرکت په همغږي سره د برېښنا د تعرفي نهایي کول، د یاد معینیت د یو شمېر پروژو د تطبیق په موخه د خصوصي پانګوالو د جذب لپاره د یادو پروژو د لومړنيو اسنادو چمتو کول او یو شمېر نورو اداري او مدیریتي موضوعاتو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
د انرژي ښاغلي معین د اړونده مسئولینو د کړنو او د ګډون کوونکو د اندونو له څېړلو وروسته، لازم هدایات وړاندې کړل او د اړینو چارو د ترسره کولو په موخه یې د اړتیا وړ سپارښتنې او پریکړې وکړې.
