د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۵:۸
1

دغه ناسته د دفتر د عمومي رئيس او د انرژي معینیت د غونډو وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د انرژي د پروژو د پلي کولو په ځانګړې توګه د برېښنا د تولید د کوچنیو بندونو، د انرژي د پروژو د حفظ او مراقبت او د انرژي سکتور اړوند یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې رئيسانو او تخنیکی مسؤلینو د نوموړو موضوعاتو په هکله معلومات وړاندې کړل او وروسته، د پروژو د پلي کولو لپاره د مشخصې طرحې د چمتوکولو او د نورو اړوندو چارو د ترسره کولو په موخه، د دفتر د عمومي رئيس او د انرژي معینیت د غونډو د وارسي کوونکي له لوري رئيسانو ته اړینې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۵۱
Background image

بیرته تګ

User account menu