د انرژي د تنظیم مرکزي زون(بامیان) مسؤلینو په یاد ولایت کې د جوړې شوې لمریزې برېښنا له سیستم څخه څارنه وکړه
د انرژي د تنظیم مرکزی زون( بامیان) مسؤلینو په دې ولایت کې دجوړې شوې لمریزې برېښنا له سیستم څخه چې د نیوزلند هېواد په مالي او تخنیکي مرسته جوړه شوې ده څارنه وکړه.
یاد سیستم یو میګاواټ برېښنا د تولید وړتیا لري چې د بامیان ولایت دولتي ادارې او استوګنځۍ ترېنه ګټه اخلي.
