د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سره د همغږۍ ناسته،
د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سره د همغږۍ ناسته،
د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې رئيس ښاغلي ډاکټر داود میرزاي او د دغې ادارې یو شمېر رئيسانو سره وکتل.
په دغه ناسته کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې تر منځ د چارو په ښې همغږۍ او هماهنګئ هر اړخیز بحث وکړ، او په راتلوونکي کې د ښې همکاریو په موخه ژمنې وشوې.
ښاغلي تکل د خپلو خبرو په خپلو خبرو کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې اړونده مسؤلینو ته لارښوونه وکړه تر څو د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سره په چارو کې هر اړخیزه همکاري وکړي او په راتلوونکي کې دومداره کاري ناستې ولري.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
