د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې د ۱۴۰ چکډمونو پروژو له جملې څخه د ۷۳ چکډمونو د جوړېدو تړونونه لاسلیک شوې دي

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۴:۱۲
1

د اوبو او انرژي وزارت په هېواد کې د اوبو د بحران د مدیریت، د موسمي سیلابونو د مدیریت او کنټرول، د اوبو سرچینو د پیاوړتیا او د سیلابونو او وچکالیو د زیانونو د کموالي لپاره د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ۱۴۰ چکډمونو پروژې پلي کوي، چې له جملې څخه یې د ۷۳ چکډمونو د جوړېدو تړونونه لاسلیک شوي او له دې جملې څخه د  ۷ پروژو چارې بشپړې شوې، د ۳۳ پروژو چارې روانې دي او د پاتې ۳۳ نورو پروژو تدارکاتي چارې جریان لري، چې ډیر ژر به یې عملي چارې پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا‌‌ء محترم مقام د حکم پر بنسټ د اوبو او انرژي وزارت د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د ۴۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۴۰ چکډمونو پروژې پلي کوي، چې په پلي کېدو سره به یې په هېواد کې له وچکالي سره د مبارزې، د اوبیزو سرچینو د مدیریت او پیاوړتیا په برخه کې رغنده رول ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۵۱
Background image

بیرته تګ

User account menu