د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د  DBE HOLDING شرکت د آسیا د برخي له رئیس سره لیدنه وکړه.

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۱ - ۲۰:۱
1

د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور او د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه تیره ورځ په تر کیه کې د  DBE HOLDING  شرکت د آسیایی برخي له رئیس ښاغلي Mehmat Taha PINAR سره لیدنه وکړه.

یاد شرکت چې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې نړيوال شهرت لري او د ټولې اروپا په سطحه دریم مقام لري؛ د خپل شرکت په هکله له محترم وزیر صاحب او مل پلاوي سره اړین معلومات شریک کړل.

محترم وزیر صاحب دوي ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته راشي تر څو له یوې خوا په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې امکانات و ارزوي او هم د وزارت له فني او تخنیکې مسؤلینو سره له نژدې وګوري او په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې خپلې پروژي پلې کړي.

دیاد شرکت مسؤلینو دغه بلنه و منله او ژمنه یې وکړه چې په نژدې راتلونکي وخت کې به افغانستان ته سفر وکړي؛ تر څو د خپل شرکت لپاره د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې په هکله له مسؤلینو سره مفصلې خبرې وکړي.

دغه راز د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر او مل پلاوي یې د سوډان لۀ پخواني لومړي وزیر

ښاغلي دکتور معتز سره وکتل، دوی د اوبو او انرژي په نړیوال سیاست باندې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

ښاغلي معتز په دغه ناسته کې د اوبو د مدیریت او برېښنا د تولید په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي .

او هم یې زیاته کړه چې افغانستان د سوډان په پرتله په ښۀ وضعیت کې قرار لري او هیله ده چې تاسو به د خپلو هلو ځلو پۀ دوام سره په لږ وخت کې وکړای شئ چې د اوبو د مدیریت او بریښنا د تولید په برخه کې خپلو موخو ته ورسېږئ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu