د افغانستان برېښنا شرکت نوي ګومارل شوي رئيسان همکارانو ته ور وپېژندل شول

د افغانستان برېښنا شرکت د نوي ګومارل شوي رئيسانو د ورپېژندلو ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په شتون کې د دغه وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت د یو شمېر رئيسانو او کارمندانو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، محترم مولوي عبدالرحمن رحماني د عملیاتي رئيس، محترم مومین بسمل د سوداګریز رئيس او محترم انجنیر عبدالجلال د افغانستان برېښنا شرکت د تدارکاتو د رئيس په توګه همکارانو ته ور وپېژندل شول.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغو رئيسانو د ور پېژندلو پر مهال په ادارو کې ادلون، بدلون یو اصل وګاڼه او انرژي برېښنا ته د افغانستان د خلکو اړتیا او د برېښنا شرکت خدمتونو وړاندې کولو ارزښت ته په اشارې سره له ټولو مسؤلینو څخه وغوښتل چې د افغانستان خلکو ته د رښتیني خدمتونو د وړاندې کولو په لار کې لا زیاته هڅه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلي مولوي عبدالرحمن رحماني مخکې تر دې د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګریز رئيس، محترم مومین بسمل د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي رئيس او محترم انجنیر عبدالجلال هم د پایدارې انرژي په ریاست کې دنده ترسره کوله چې هر یوه په نوموړو بستونو کې ارزښتناکه خدمتونه ترسره کړې او د هېواد د انرژي سکتور په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.