د افغانستان برېښنا شرکت د څار پلاوي لومړنۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۵:۹
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر او د افغانستان برېښنا شرکت د څار پلاوي رئيس محترم ملا عبداللطیف منصور تر سرپرستي لاندې د مالیې وزارت د مالي معین محترم حاجي عبدالقدیر احمد، د اقتصاد وزارت د استازي، د اوبو او انرژي وزارت د رئيسانو او د افغانستان برېښنا شرکت د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د افغانستان برېښنا شرکت پورې اړوندو ټاکلو موضوعاتو لکه د بیلانس شیټ چمتو کول، د اساسنامې چمتو کول، د جایدادونو د بیې ټاکل او د پورونو د تثبیت په هکله په بشپړ ډول بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د افغانستان برېښنا شرکت او د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو په دغه ناسته کې  د پورتنیو موضوعاتو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او خپلې حل لارې او وړاندیزونه یې هم څرګند کړل.

په پای کې د موضوعاتو تر هر اړخیزې ارزونې وروسته، د افغانستان برېښنا شرکت د څار پلاوي  د رئيس او غړو له لوري اړینې پرېکړې وشوې او د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه اړوندو ادارو ته مشخصې دندې وسپارل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu