د افغانستان برېښنا شرکت د مدیره پلاوي ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۷:۹
1

دغه ناسته د انرژي معین او د افغانستان برېښنا شرکت د مدیره پلاوي رئيس محترم مولوي حمدالله زاهد تر مشري لاندې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس، د صنعت او سوداګري وزارت معین محترم مولوي قدرت الله جمال، د اقتصاد وزارت معین محترم ډاکټر عبداللطیف نظري، د مدیره پلاوي د دایمي غړي محترم امیر عبدالله جهاند، د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګري رئيس محترم مولوي عبدالرحمن رحماني او د اوبو او انرژي وزارت او نوموړي شرکت د یو شمېر نورو رئيسانو او مسؤلینو په شتون کې د انرژي معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د انرژي سکتور اړوند موضوعاتو په ځانګړې توګه په دغه سکتور کې د خصوصي پانګونې د جذب، د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د برېښنا د ضایعاتو د مخنیوي په موخه د چمتو شوې طرحې څېړل او د نوموړي شرکت اړوند فعالیتونو د یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د انرژي محترم معین او د افغانستان برېښنا شرکت د مدیره پلاوي رئيس په دغه ناسته کې ټینګار وکړ، چې اوسمهال  د انرژي د تولید لوړول او پراختیا زمونږ له بنسټیزو او اړینو مسؤلیتونو څخه دي. له هغه ځایه چې زمونږ هېواد د انرژي د تولید لپاره د کافي سرچینو څخه برخمن دی او ګڼ شمېر پانګوال په دې برخه کې پانګونې ته لېواله دي؛ له همدې کبله اړتیا ده، چې د انرژي په سکتور کې ټول ښکیل لوري د پانګونې لپاره د زمینې د چمتوکولو په برخه کې په همکاري او همغږي او په دې برخه کې د اړینو آسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره کار وکړي، ترڅو وکولای شو له دې لارې خپل هېواد د انرژي د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې په لور سوق کړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

بیرته تګ

User account menu