د افغانستان اسلامي امارت په پام کې لري چې د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار په ګډون ټولو ولسوالیو کې د غنمو په مقابل کې د کار پروګرام پيل کړي
د غنمو په مقابل کې د کار پروګرام د ننګرهار ولایت په اچین، نازیان، حصارک او شیرزادو ولسوالیو کې عملا پیل شوی او ټاکل شوي ده چې دا پروګرام د افغانستان اسلامي امارت له خوا د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پيل شي.
د یاد ولو وړ ده، چې هر نفر ته د ورځنې کار په مقابل کې لس کیلو غنم په پام کې نیول شوي دي.
