د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر د چین سفارت له کنسولر سره د دوه اړخیزو همکاریو په موخه لیدنه او د اندونو تبادله وکړه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۶:۲۱
1

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور نن، چهارشبنه، د ۱۴۰۴ هـ ل کال د وږي ۱۹، د دغه وزارت د غونډو په تالار کې د چین سفارت له کنسولر ښاغلي مه چین ګوانګ سان بوتونګ سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د همکاریو د پراختیا په ځانګړې توګه په بامیان، ارزګان او پکتیا ولایتونو کې د لمریزې برېښنا پروژو د پلي‌کولو او په چین هېواد کې د وړتیا لوړولو برنامو کې د وزارت د انجنیرانو د ګډون په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزیر په دغه لیدنه کې، د چین د ام سي سي شرکت له لوري د باغدرې برېښنا بند د تخنیکي مطالعاتو پروژې د پرمختګ چارې مثبتې و ارزولې او په بامیان، ارزګان او پکتیا ولایتونو کې د برېښنا کموالي ستونزې ته په کتو سره، په دغو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا پروژو چارو پر پيل باندې ټینګار وکړ.

په ورته مهال، د چین سفارت کنسولر د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلۍ د راپېښېدو په مناسبت د خواخوږي څرګندولو ترڅنګ، د لمریزې برېښنا پروژو د پلي‌کولو او همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت د انجنیرانو د ښوونې په برخه کې د وزارت د رهبري مقام ته د همکاري ډاډ ورکړ.

دغه لیدنه د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو ټینګولو او د رغندو همکاریو پر دوام باندې په ټینګار سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu