د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر د ټاپ نړیوالې پروژې له رئيس او د ترکمنستان هېواد له سفیر سره د ټاپ پروژې د بهیر د چټکتیا په هکله خبرې، اترې وکړې

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۵:۲۶
1

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، نن، سه‌شنبه(د ۱۴۰۴ هـ . ل کال د تلې ۱۵) د دغه وزارت د غونډو په تالار کې د ټاپ نړیوالې پروژې له رئيس ښاغلي مراد آرتیکوف او په کابل کې مېشت د ترکمنستان هېواد له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو د ټاپ برېښنا لېږد ( ترکمنستان – افغانستان – پاکستان) پروژې چارو د چټکتیا د بهیر په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر د سیمې د هېوادونو لپاره د دغې پروژې پر حیاتي ارزښت باندې د ټینګار ترڅنګ، روښانه کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د دغې پروژې د چارو د چټکتیا په برخه کې هر راز همکاري او د پلي‌کولو لپاره د زمینې چمتوکولو ته ژمن دی.

هغه زیاته کړه، چې د ټاپ پروژې د لار نقشې جوړونه د افغانستان اسلامي امارت له لوري تر څېړنې او بیاکتنې لاندې نیول شوې او د رهبري مقام له لوري تر تائید وروسته به د لاسلیکولو لپاره چمتو شي.

په ورته مهال، د ټاپ نړیوالې پروژې رئيس ښاغلي مراد آرتیکوف د افغانستان دولت د همکاري په ستایلو سره، د پروژې د پلي کولو په برخه کې د درې واړو هېوادونو( ترکمنستان، افغانستان او پاکستان) د همغږي او چمتووالي په هکله خبر ورکړ او د لومړنیو عملي اقداماتو د چمتوکولو د بهیر پر چټکتیا باندې ټينګار وکړ.

د یادونې وړده، چې د ټاپ برېښنا لېږد نړیواله پروژه په سیمه کې یو له سترو او ستراتېژیکو طرحو څخه ګڼل کېږي، چې موخه یې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا انرژي لېږد ده.

دغه پروژه د غړو هېوادونو لپاره د ډاډمنې او ارزانې انرژي د چمتوکولو برسېره، د اقتصادي پراختیا لپاره د زمینې چمتوکولو، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کولو، د سیمه ایزو همکاریو د پراخولو او د ښکېلو هېوادونو ترمنځ به د اقتصادي او سیاسي اړیکو د ټینګولو لامل هم شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu