د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبداللطیف منصور د افغانستان اسلامي امارت له سفیر مولوي ګل حسن حسن سره په مسکو کې وکتل

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۸:۵۵
1

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبداللطیف منصور، چې د روسیې د انرژۍ د اونۍ فورم د ګډون په موخه مسکو ته تللی، د افغانستان اسلامي امارت له سفیر ښاغلي مولوي ګل حسن حسن سره د افغانستان د سفارت په انګړ کې وکتل.

په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د متقابل احترام، همکارۍ او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې. وزیر صاحب د سفارت د مسؤلینو له هڅو او خدماتو څخه ستاینه وکړه او هغوی ته یې د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن هم د اوبو او انرژي وزارت د لاسته راوړنو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې د افغانستان د طبیعي زېرمو او انرژۍ د ودې لپاره د نړیوالو همکاریو پراختیا یو مهم ګام  دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu