د ارغندۍ ۵۰۰ کیلو ولټ سب سټیشن پروژې چارې ۶۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۱:۱۷
1

دغه پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو پروژو څخه یوه پروژه ده، چې چارې یې د عوفي بهرام خصوصي شرکت په پانګونې سره روانې دي.

اوسمهال د دغه سب سټیشن چارې په بېلابېلو برخو کې په ښه توګه روانې دي او په ټوله کې ویلای شو چې د نوموړې پروژې چارې تر اوسه پورې څه باندې ۶۰ سلنه پرمخ تللې دي.

د قراردادي شرکت یو تن انجنیر امان الله حبیبي د دغې پروژې چارې وستایلې او ډاډ ورکوي، چې د دغې پروژې چارې په غوره کیفیت سره پرمخ وړل کېږي.

په ورته مهال د اوبو او انرژي وزارت د کیفیت د کنټرول یو تن انجنیر صفي الله چې د پروژې د څارنې مسؤل دی وایي، د پروژې چارې له پلان سره سم د سب سټیشن په بېلابېلو برخو کې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سب سټیشن او د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي نورو اړوند پروژو د چارو تر بشپړېدو وروسته، له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا جذب او وېش ته زمینه چمتو کېږي او د کابل او ۱۱ ګاونډو ولایتونو د اړتیا وړ برېښنا به تامین شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu