د ارغنداب سیندیزې حوزې رئیس د ترنک او ارغستان هایدرومترولوژي استیشنونو څخه څارنه تر سره کړه
د ارغنداب سیندیزې حوزې رئيس ښاغلی ملا سید محمد شرافت او ور سره مل تخنیکي ټیم د دامان ولسوالۍ اړوند د ارغستان پل او ترنک پل ساحو څخه لیدنه وکړه.
د ارغنداب سیندیزې حوزې رئیس اړوند مسؤلینو ته د استیشنونو د ساتنې او پالنې د اهمیت په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړه او د چارو د لا ښه پرمخ بیولو لپاره یې کارکوونکو ته لازم هدایات ورکړه.
