د ارغنداب سیندیزی فرعي حوزې او د DRC مؤسسې تر منځ ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې رئیس ملا سید محمد شرافت او ورسره مل تخنیکي ټیم په شتون کې د DRC مؤسسې له مسئولینو سره په کندهار ولایت کې د اوبو رسولو پروژو د پلي کولو د څرنګوالي په هکله ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې رئیس د DRC مؤسسې له مسئولینو څخه وغوښتل چې د ځمکې لاندې اوبو د تقویه کولو په موخه لا زیاتي پروژې پلي کړي، چې د نوموړي مؤسسې د مسئولینو له لوري په دې برخه کې د همکاري ډاډ ورکړل شو.
