د ارغنداب رود فرعي حوزې رئيس د د هلې بند د اوبو د وېش په هکله د کندهار ولایت د اوو ولسوالیو له استازو سره ناسته ترسره کړه
د ارغنداب رود فرعي حوزې رئیس ښاغلي ملا سید محمد شرافت د کندهار ولایت د اوو ولسوالیو رسمي استازو، قومي مشرانو او میرابانو سره د دهلې بند څخه د اوبو را خوشي کولو او وېش په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
په یاده ناسته کې، د ارغنداب رود فرعي حوزې ریاست د اوبو چارو د تنظیم آمر د دهلې بند د اوبو مقدار او تخنیکي مسایلو په هکله ګډون والو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د یادو ولسوالیو استازو، قومي مشرانو او میرابانو خپلې ستونزې د ارغنداب رود فرعي حوزې رئيس سره شریکې کړې.
د ارغنداب رود سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یادو مشرانو د ستونزو هوارولو په برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
او همدارنګه د اوبو د وېش په هکله فیصله وشوه چې د ژیړي، پنجوایي او میوند ولسوالیو مشرانو د سږ کال لپاره د خپلو اوبو برخه د شاولیکوټ، ارغنداب، ډنډ او دامان ولسوالیو لپاره خوشي کوي او د ارغنداب، ډنډ او دامان ولسوالیو اوبه د خواجه ملک سربند کې په دوو برخو وېشل کیږي( نیمايي برخه یي دشمالي ارغنداب ته تر سنګ حصار کانال پوري) او پاته نیمايي برخه اوبه د ډنډ او دامان ولسوالیو ته دهغوی د حقابې مطابق ورکول کیږي.
