د ارغنداب رود فرعي حوزې رئيس د دهلې بند لاندې ولسوالیو له قومي مشرانو او میرابانو سره د همغږي ناسته ترسره کړه
د ارغنداب رود فرعي حوزې رئيس ښاغلي ملا سید محمد شرافت د دهلې بند لاندې ولسوالیو له قومي مشرانو او میرابانو سره د یاد بند د اوبو د منظم او عادلانه ویش په موخه د همغږي ناسته ترسره کړه.
په یاده ناسته کې پریکړه وشوه، چې دهلې بند کې د اوبو د کافي شتون له کبله د یاد بند د خوشي شویو اوبو بهیر د وږي میاشتې تر ۲۵ نېټې پورې ټولو ولسوالیو ته و غځول شي.
