د ارغنداب، هلمند او نورو سیندونو څخه د واټرپمپونو په وسیله د اوبو د بې رویې ګټې اخیستنې د مخنیوي په موخه غونډه ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۱۱:۳۴
1

یاده غونډه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده په مشري، د کرنې، اوبو لګونې او مالداري وزارت د اوبو لګونې او طبیعي سرچینو معین ښاغلي مولوي باز محمد فیضان او د وزارتونو او دولتي اداراتو د ساتنې قطعې قوماندان ښاغلي مولوي عزیزالله محمود په شتون کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو په معینیت کې ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي توګه د کابینې د 13/8/1444 نیټې د ۲۶ مصوبې د دریم بند په هکله چې پکې د ارغنداب، هلمند او نورو سیندونو د څیړنې په هکله پریکړې شوي وې، بحث او د اندونو تبادله وشوه او د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو د خلکو د ستونزو د څیړلو په موخه به یو پلاوی د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده په مشري یادو ولایتونو ته سفر وکړي.

ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د واټرپمپونو په وسیله د اوبو څخه د استفادې په برخه کې د یادو ولایتونو د خلکو د ستونزو د حل او د هغو ولایتونو د سیندونو د څیړلو په موخه ژر تر ژره د دغه سفر  په ترسره کېدو باندې ټینګار وکړ او اړین تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

په پکتيا ولايت کې د سورکي شاهي کوټ چکډيم چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست مسؤلينو د روحاني ولسوالي اړوند د سورکي شاهي کوټ چکډيم پروژې د ودانيزو چارو له بهير څخه څارنه وکړه.

د ياد چکډيم چارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې

۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

بیرته تګ

User account menu