دټولګټو وزارت د پروژو د قراردادونو د بیاکتنې په موخه د سترو قراردادونو د څېړنې د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د وزارتونو د معینانو او اړوندو ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ټولګټو وزارت یو شمېر ستر قراردادونه تر څېړنې او بیاکتنې لاندې ونیول شول.
د ناستې غړو د یادو قراردادونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او تر اړینو څېړنو وروسته یې د خپلو ارزونو او مطالعاتو پایلې له وړاندیزونه سره یوځای په راپور کې ثبت کړل.
