#دسرتیري اختر !!!

MEW-Media
666

نېکمرغه د لوی اختر د را رسېدو له امله د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئيس جلالتماب محمد اشرف غني، د جمهوري ریاست د عالي مقام درنو مرستیالانو، د کابينې معززو غړو، د ولس درنو استازو، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو، مشرانو، د اوبو مدیریت د لویې کورنۍ غړو، په هېواد دننه او بهر درنو افغانانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايم.

الله تعالی دې لوی اختر په هېواد کې د اوربند، سولې، خوښۍ، يووالي او ورورولۍ پيلامه وګرځوي.

په اخر کې مې ټولو هېوادوالو او درنو کورنیو ته دا پيغام دی چې افغانستان هم لکه د نړۍ نور هېوادونه له "شدیدې وچکالۍ او د اقلیم بدلون بحران" سره مخ دی چې له امله یې په ټولو سیمو کې اوبه کمې شوي؛ له تاسو څخه په خورا درنښت هیله کوم چې په ورځيني ژوند، په ځانګړي ډول د اختر په ورځو کې د اوبو په استعمال کې سپما وکړئ.

اختر مو مبارک سه

انجنیر خان محمد تکل
د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې عمومي رئيس

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

د 1401 لمریز کال د مرغومی دمیاشتې په 21  نېټه کې د هېواد...

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۱۶:۱۶
Background image

د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

د 1401 لمریز کال د مرغومی دمیاشتې له 19 نېټې څخه...

شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۵:۱۴
Background image

د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

د 1401 لمریز کال د مرغومی د میاشتې...

Back to announcements

User account menu