دایکندي ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د برېښنا شبکې د غځولو لومړنۍ سروې ترسره شوه
د برکندز(بامیان) سیندیزې فرعي حوزې چارواکو د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی ثاني د لارښوونې پر بنسټ په دایکندي ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د برېښنا شبکې د غځولو لومړنۍ سروې او د یاد ولایت په مرکز کې د لمریزې برېښنا پروژو سروې ترسره کړه.
