خوست ولایت کې د ۳۸ پروژو چارې د ۱۲۰میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۱۱
1

د خوست ولایت د مرکز او په سپیرې، تڼي، ګربز، علیشیر او ځاځي میدان ولسوالیو کې د ۳۸ پروژو چارې، چې ۲۳ یې د خوست د اوبو او انرژي ریاست اړوند دي، د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د قومونو او قبایلو وزارت چارو معین محترم الحاج مولوي محمد اسمعیل غزنوي، د خوست مرستیال والي محترم مولوي محبوب شاه قانت، د خوست د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

په دغو پروژو کې د اوبو رسولو ۲۰ پروژې، د یوه کانال ترمیم، د یوه استنادي دېوال او ۲ سربندونو د ترمیم، د سړک جغل اندازي،  د ۳ جوماتونو او ۱۰ مدرسو او ښونځیو جوړولو پروژې شاملې دي.

د نوموړو پروژو چارې به د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې ګټې ته په سپارلو سره به یې سلګونو کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو آسانتیاوو چمتو کېدو ترڅنګ، زرګونه جریبه ځمکې خړوبې شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu