خوست ولایت کې د دوو پروژو چارې ۹۲ او ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۵:۹
1

د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د خوست ولایت د اسماعیل خېلو مندوزیو او ګربزو ولسوالیو کې د آرخېلو کچاخېلو کانال پروژې او د لیژې کوچني ذخیروي بند د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوند مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړو پروژو چارې چې د اف.اي. او موسسې په مالي لګښت د خوست ولایت د وابو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي په ترتیب سره ۹۲ او ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي.

همدارنګه، د نوموړې ریاست رئيس د اف. اي. او موسسې له مسؤل محترم انجنیر محمد دراز آرمان سره وکتل او په خوست ولایت کې یې د استنادي دېوالونو پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د اوبو او انرژي سکتورونو پر لا پياوړتیا او اغېزمن مدیریت باندې ټینګار وکړ

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پنج آمو عمومي سیندیزې حوزې او د آمو سیند څنډو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر بلخ ولایت کې د آمو سیند له زیانمنو شوو سیمو څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د بلخ مرستیال والي محترم ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

بیرته تګ

User account menu