جمهوررئیس: راتلونکو دوو کلونو کې د اوبو عمده برخه مدیریت کېږي

mew-admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۳ - ۹:۳۵
اخبار

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه د اوبو منابعو پراختیا او مدیریت تر عنوان لاندې د اوبو شپږم ملي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

دغه کنفرانس چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوی و، لومړی د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست خان محمد تکل د کنفرانس موخه، د اوبو سکتور کې د حکومت لاسته راوړنې او پنځه کلن پلان تشریح کړ.

نوموړي وویل، حکومت د اوبو ملي ستراتېژۍ له لارې د کرنیزو او څښاک اوبو د تنظیم او وېش لپاره د اوبو په حکومتولۍ جدي کار کوي او د اوبو د تنظیم قانون له لارې به په ټول هیواد کې د اوبو سرچینې مدیریت شي.

ورپسې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین حشمت الله غفوري د اوبو مدیریت د کرنې د انکشاف مهم لامل وباله وې ویل، له اقلیمي بدلون سره بارانونه په کمېدو او د حرارت درجه په زیاتېدو ده چې دغه وضعیت د کرنې سکتور متضرره کوي او د مخنیوي لپاره یې باید اوبه مدیریت شي.

په دې غونډه کې د کلیوبیارغاونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي د اوبو مدیریت د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې یاد کړ وې ویل، د اوبو مدیریت اوس په یوه ټولنیز بحث بدل شوی او په کلیو کې خلک د دې مادې په ارزښت ښه پوه شوي دي.

نوموړي وویل، په تېرو دوو کلونو کې د څښاک اوبو ۸۷۰ پروژې تطبیق شوي او د کرنې لپاره ۴۷۶ پروژې عملي شوي چې ۸۵۵۹ هکټاره ځمکه خړوبوي او ۷۰۸۰ هټکاره ځمکه له سېلابونو څخه ژغورل شوې ده.

د انرژۍ او اوبو وزارت متخصصې فومن فروغ د اوبو مدیریت ستراتیژیک محورونه تشریح کړل او د مختلفو سکتورونو لپاره د اوبود تخصیص، سرچینو او استعمال په اړه معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني د اوبو شپږم ملي کنفرانس ګډونوالو ته پر دې په ټینګار چې حکومت د اوبو مدیریت یو جامع پلان لري وویل، په راتلونکو پنځو کلونو کې به د افغانستان ټولې اوبه جهت پیدا کوي.

د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه، د ځمکې لاندې اوبو څخه ناسمه استفاده بحران رامنځته کوي او د عامه پوهاوي له لارې مهمه ده، خلک د دغې ملي پانګې په ساتلو کې همکاري وکړي.

جمهوررئیس غني وویل، په راتلونکو دوو کلونو کې به د استنادي دېوالونو، سربندونو او چیک ډیمونو له لارې د هیواد د اوبو عمده برخه مدیریت شي او په دې موده کې به د لویو بندونو په ډیزاین او مطالعاتو اساسي کار وشي.

جمهوررئیس د اوبو متوازن انکشاف ته په اشارې وویل، په راتلونکو کلونو کې به د حکومت ډېر تمرکز پر ولسوالیو وي او د خلکو د اساسي اړتیا په توګه د څښاک اوبو برابرولو ته جدي پام کېږي.

د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې په ولسوالیو او کلیو کې د اوبو مدیریت د ولسي سیستم په بیاراژوندي کولو ټینګار وکړ زیاته یې کړه، دغه شوراګانې باید په منظمو حرکتونو او کمپنیو بدلې شي. له پولو دباندې اوبه هم مدیریت کېږي او د نړیوالو قوانینو پر اساس په ټولو مواردو کې برلاسي یوو.

په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو ادارې رئیس او د جمهوري ریاست د چارو ادارې سرپرست الهام عمر هوتکي د جمهوررئیس فرمان ولوست چې پر اساس یې د اوبو او انرژۍ وزارت په دوو خپلواکو ادارو؛ د اوبو تنظیم ملي اداره او د انرژۍ تنظیم خدمتونو اداره ووېشل شو او خان محمد تکل د اوبو او تنظیم ادارې د رئیس په توګه وګمارل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۴۱
Background image

هرات ولایت کې د اوبیزو تاسیساتو پر بستر او حریم باندې د ۱۵ پېښو د تعرض مخه ونیول شوه

د هرات د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د روان کال په وروستیو میاشتو کې په هغه ولایت کې د اوبیزو تاسیساتو پر بستر او حریم باندې د ۱۵ پېښو د تعرض مخه ونیوله او د عامه شتمنیو د ساتنې او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۶:۱۳
Background image

د هرات ولایت د امارتي نفت او ګازو شرکت له رئيس سره د هغه ریاست په انګړ کې د جذبي څاګانو د کېندلو په هکله خبرې، اترې وشوې

د هرات د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هرات ولایت د امارتي نفت او ګازو شرکت له رئيس محترم سید حفیظ الله عاصم سره وکتل او د هغه ریاست په انګړ کې د حذبي څاګانو د کېندلو او میټر د نصب په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۴۵
Background image

پروان ولایت کې د اوبو د مدیریت په هکله د همغږي او مشورتي ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د پروان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالشکور سروري تر مشري لاندې د هغه ریاست د مسؤلینو، د اوبو ټولنو د غړو او د پروان ولایت او د کابل ولایت د قره باغ او کلکان ولسوالیو د. . .

بیرته تګ

User account menu