تخار ولایت کې د دوو سربندونو تحکیم کاري او د درې کانالونو پاکاري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۰ - ۸:۵۳
1

د تخار ولایت په مرکز او چال او فرخار ولسوالیو کې د دوو سربندونو تحکیم کاري او د چشمه ګرمک، مزار شیخ او شور آب کانالونو پاکاري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ترسره شوه.

د نوموړو سربندونو تحکیم کاري او د کانالونو پاکاري د تالقان سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې د ایف، اې، او دفتر په مالي ملاتړ ترسره شوه، چې د هغوي د پاکاري او تحکیم کاري په ترسره کېدو سره د ۱۶۱۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو لپاره زمینه چمتو شوې ده.

همدارنګه د نوموړې حوزې مسؤلینو د نوموړي دفتر د مسؤلینو په همکاري سره د تخار ولایت په چال ولسوالي کې  د زنبورک کانال د سربند او خانقاه تخنیکي سروې چې د وروستیو سیلابونو د راوتلو له کبله په بشپړ ډول ویجاړ شوي، ترسره او په نږدې راتلونکي کې به یې بسنټیزې چارې پیل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu