بګرام ولسوالۍ کې د نمبریک شبکې او ماهیګیر کانالونو د چارو د څرنګوالي څخه څارنه
د غوربند سیندیزې فرعې حوزې رئيس او د یاد ریاست یو شمېر مسؤلینو د بګرام ولسوالۍ د نمبریک شبکې او ماهیګیر کانالونو د پاکولو چارې وکتلې.
د غوربند سیندیزې حوزې رئيس اړوند مسؤلینو ته د سربندونو او کانالونو د ښه ساتنې او پالنې په موخه لازم هدایات ورکړل او بزګرانو ته په وخت سره د کافي اوبو رسولو باندې یې ټینګار و کړ.
