بلخ ولایت ته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال سفر.
بلخ ولایت ته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال سفر.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري د یو رسمي سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت له یو شمېر چارواکو او مسؤلینو سره وکتل او هغوئ یې د اوبو مدیریت پراختیاي پروژو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل او د یو شمېر پروژو د تطبیق ډاډ یې ورکړ.
په دغه سفر کې چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو د تنظیم عمومي رئيس انجنیر نعیم الله سالارزي او د شمالي سیندیزې عمومي حوزې رئيس انجنیر عصمت الله عصمت او د بلخ حوزې رئيس انجنیر احمدشاه راسخ ملتیا کوله د بلخ ولایت والي ښاغلي محمد فرهاد عظیمي سره وکتل.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري د بلخ والي ته ډاډ ورکړ چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا به په پنځه کلن پلان کې د"شادیان بند" جوړ شي او همدارنګه په روان کال کې به د اوبو مدیریت یو شمېر پراختیايي پروژو د تطبیق چارې پيل شي.
همدارنګه په تېرو کلونو کې په دغه ولایت کې د ډير شمېر پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوي چې اوسمهال ترې د بلخ ولایت ولسونو د ژوند اسانتیاو په موخه ترې استفاده کوي.
په دغه ناسته کې د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي بصیري ته ډاډ ورکړ چې د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې د بلخ ولایتي اداره د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په چوکاټ کې د بلخ ولایت سیندیزې حوزې سره هر ډول همکاري ته ژمن دي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
