بغلان ولایت کې ولایتي انرژي کمیټه رامنځته شوه
بغلان ولایت کې ولایتي انرژي کمیټه د یاد ولایت د والي، د بغلان سیندیزې فرعي حوزې د رئيس او د یاد ولایت د یو شمېر نورو محلي مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شوه.
د بغلان سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار ښاغلي انجنیر آصف الله رحیمي د یادې کمیټې د رامنځته کولو موخه، د دندې د لایحې او یادې ولایتي کمیټې پورې نور اړوند اړین معلومات د یوه پرزنتیشن په ترڅ یې له ګډونوالو سره شریک کړل.
