بامیان ولایت کې د دوشقدم هایدرولوژیکي سټیشن د ساتنې په موخه د ګبیوني دېوال جوړونې پروژه پیل شوه
د بامیان د اوبو او انرژي ریاست اړوند د دوشقدم هایدرولوژیکي سټیشن د ساتنې په موخه د ګبیوني دېوال جوړونې پروژه پیل شوه.
دغه ګبیوني دېوال د ۱۲ متره په اوږدوالي او ۲ متره لوړوالي سره د بامیان ولایت په دوهم نمبر یکاولنګ ولسوالي کې د بامیان د اوبو او انرژي ریاست له لوري د سیمې د خلکو په همکاري جوړیږي.
