اوبو او انرژي وزارت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون د ښه پلي کولو په موخه ناسته ترسره شوه

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۰:۴۱
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي رئيس محترم قاري نجیب الله مبارک تر مشري لاندې د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن عارف، د کارکوونکو چارو رئيس محترم ملا عبدالقدیم لیاقت عمر او د وزارت د جومات د امام محترم قاري سید هارون په شتون کې ترسره او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون د ښه پلي کولو په موخه بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې ټول کارمندان باید خپلې ظاهري بڼې د اسلامي شریعت له اصولو سره سم برابر کړي، که چېرې د کوم کارمند ظاهري بڼه د اسلامي شریعت له اصولو سره سمون ونه‌لري، نو د دعوت او ارشاد ریاست د کارمندانو له لوري به ورڅخه د هویت کارت واخیستل شي او د اصلاح د تضمین تر اخېستلو وروسته به بېرته کارت ورکړل شي او د بیا ځلې تکرار په صورت کې به له کړنلارو سره سم له دندې څخه منفک شي.

همدغه راز، په دغه ناسته کې د کارمندانو د معنوي روزنې او د دعوت او ارشاد ریاست د ښوونیز نصاب د منظم پلي کولو لپاره د میکانیزم د چمتوکولو په هکله هم خبرې، اترې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu