ارزګان ولایت کې د نهر کربلایي استنادي دیوال د ساختماني چارو څخه څارنه
د ترینکوټ سیندیزې حوزې سلاکار ښاغلی انجنیر سمیع الله عزیزي او ورسره مل پلاوی د ارزګان ولایت د چوري ولسوالۍ د قلعه راغ په سیمه کې د نهر کربلایي استنادي دیوال د ساختماني چارو څخه څارنه ترسره کړه.
د ترینکوټ سیندیزې حوزې سلاکار د یاد دیوال د استنادي چارو څخه د څارنې پر وخت د چارو ښه پرمخ وړلو لپاره لازم هدایات ورکړل.
د یادولو وړ ده چې دا استنادي دیوال ۱۶۵۰ متره اوږدوالی لري او چارې یې د WFP په مالي لګښت د ADA موسسې له خوا د شپږو میاشتو په موده کې بشپړيږي.
