ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند جوړولو پروژې چارې پرانیستل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۰
1

دغه پروژه د ۱۶۵ اعشاریه ۹ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د ارزګان والي محترم مولوي عنایت الله شجاع، د ملي پراختیا شرکت معین محترم مولوي عبدالولي عادل، د ارزګان د علماوو شورا رئيس محترم مولوي عبدالغفار، د وزارت تخنیکي مسؤلینو، قومي مشرانو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالي په شفلوغ کلي کې پرانیستل شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې وویل، چې د شفلوغ بند جوړولو څخه موخه د اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پياوړتیا او د موسمي سیلابونو کنټرول دی.

هغه، په هېواد کې اسلامي نظام یو ستر الهي نعمت وباله او ټینګار یې وکړ، چې دغه نظام په ډېرو لږو امکاناتو سره په هېواد کې امنیت، روڼتیا، قومي یووالی او اقتصادي پراختیا راوړې ده.

ښاغلي منصور د شفلوغ بند چارو په پرانیست غونډه کې یادونه وکړه، چې د اوبو او انرژي وزارت په پام کې لرې، چې په ارزګان ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژې هم پلې کړي، او په راتلونکي کې به شته امکاناتو ته په کتو سره د هغوی د ترسره کولو لپاره اړین اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.

په ورته مهال، د ارزګان والي وویل، اوس هغه مهال را رسېدلی چې دولت او ملت دواړه یو بل ته د همکاري لاس ورکړي او هېواد د آبادۍ او ځان بسیاینې لوري ته بوزي.

همدارنګه، د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري معین د شفلوغ بند جوړول د اوبو د  مدیریت او د موسمي سیلابونو د کنټرول په برخه کې اړین وبلل او ژمنه یې وکړه، چې د ملي پراختیا شرکت هڅه کوي چې دغه پروژه په ډېر ښه کیفیت سره پلي کړي.

له بلې خوا، د ارزګان د علماوو شورا رئيس د اسلامي امارت مسؤلین د افغانستان د خلکو رښتینې خادمین وبلل او په ارزګان ولایت کې یې د اوبو او انرژي وزارت کړنې د ستاینې وړ وبللې.

د یادونې وړ ده، چې شفلوغ بند د ۲۳ متره په لوړوالي او ۱۵۵ متره په پلنوالي سره د ۸ سوه، ۵۴ زره او ۱۰۶ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او ۲۵۹ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu