ارزګان ولایت کې د آغاجان او شفلوغ د اوبو ذخیروي بندونو څخه لیدنه وشوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۰:۱۳
1

د ارزګان والي، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئیس او د ارزګان ولایت مقام د دفتر رئیس د یاد ولایت په چنارتو ولسوالي کې د آغاجان او شفلوغ د اوبو ذخیروي بندونو څخه لیدنه وکړه.

د یادې لیدنې پر مهال، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئیس د نوموړو بندونو په هکله د ارزګان والي ته بشپړ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د نوموړو بندونو په جوړولو سره به په ارزګان ولایت کې د سیلابونو په کنترول، د کرنې لپاره د اوبو چمتو کولو او د ځمکې لاندې اوبو کچې د لوړولو په برخه کې رغنده رول ولري.

د ارزگان والي هم د نوموړو بندونو ارزښت ته په اشارې سره د ورته نورو ملي پروژو پر پلي کیدو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu