په فراه ولایت کې د بخش آباد بند او په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د وضعیت د ارزونې او لیدنې د راپور د وروستي کولو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه
په فراه ولایت کې د بخش آباد بند او په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د وضعیت د ارزونې او لیدنې د راپور د وروستي کولو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د زارعت وزارت د اوبو لګولو معین ښاغلي مولوي صدر اعظم،د اقتصاد وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر عبداللطیف نظري او د ماليې وزارت د استازو په ګډون ترسره شو.
په یاده ناسته کې، د فراه ولایت د بخش آباد بند د راپور د وروستي کولو او دکمال خان بند پاتې چارې چې څه موده وړاندې ترسره شوې وو، بحث او دنظر تبادله وشوه.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یوه رسمي پلاوي په مشري د فراه او نیمروز ولایتونو ته د بخش آباد بند د پروژې وضعیت د څېړولو او د کمال خان بند د پاتې چارو د ارزونې په موخه فراه او نیمروز ولایتونو ته سفر کړی وو، چې هغوی د یاد سفر څخه د راستنېدو رووسته د یاد شوې پروژې د وضعیت څخه د خپلو لیدنو او ارزونو راپور د ریاست الوزا محترم مقام ته وړاندې کوي.
