د کابل ښار او نږدې ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د ۱۰ کړیو څېړنیزو څاګانو د کیندنې چارې بشپړې شوې

mew-admin
۱

 

۱۴۴۸/۴/۲۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۱۹ هـ. ل

د کابل ښار او نږدې ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د وضعیت د ارزونې په موخه د  ۱۰  کړیو څېړنیزو څاګانو د کیندنې چارې بشپړې شوې دي.

د دغو څېړنیزو څاګانو له لارې به د ځمکې لاندې اوبو ژوروالی، کچه، کیفیت او کمیت او د ځمکې اوبو لرونکو پوړونو ځانګړتیاوې معلومې او د کابل ښار او نږدې ولسوالیو د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د ارزونې، ساتنې، مدیریت او د راتلونکو پلانونو په جوړولو کې به ورڅخه ګټه واخیستل شي.

همدغه راز، د کابل ښار او نږدې ولسوالیو کې د ۷ څېړنیزو څاګانو د کېندنې چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.
 

User account menu