په فاریاب ولایت کې د دوو چکډیمونو پروژو چارې د څه باندې ۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې شوې
۱۴۴۸/۳/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۴ هـ ل
د فاریاب ولایت په چهلګزي ولسوالي کې د چهلګزي چکډیم پروژه د څه باندې ۳۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت او د خیبر چکډیم پروژه په خیبر ولسوالي کې د څه باندې ۴۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په یادو پروژو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه او د پلي کېدو موخه یې د اوبو سرچینو مدیریت، د خاورې ساتنه، د ځمکې لاندې اوبو تغذیه او د پایدارې کرنې ملاتړ دی.