یو شمېر اوکرایني متخصصین د اوبو بندونو د ساتنې او پاملرنې او د کابل- پنجشیر په پروژه کې تخنیکي همکاري ته لېواله دي

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۳:۳۸
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې له یو شمېر اوکرایني متخصصینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، اوکرایني متخصصینو د نغلو، سروبي، درونټې او ماهیپر بندونو د ساتنې او پاملرنې او  له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه کې د تخنیکي همکاري د ترسره کولو په موخه لېوالتیا څرګنده کړه. نوموړو متخصصینو د داوبو او انرژي وزارت د انجنیرانو د وړتیا لوړولو په برخه کې هم د همکاري ډاډ ورکړ.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې، د اوکرایني متخصصینو د تخنیکي همکاري د لېوالتیا هرکلی وکړ او له هغوی سره یي په دې برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې اړتیا ده تر څو د وزارت او نوموړو متخصصیونو ترمنځ د تخنیکي همکاري د ترسره کولو په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې چارې ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د فاریاب ولایت له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغوی د ټولنیزو ستونزو د هوارولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۱۱
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر او ورسره مل تخنیکي ټیم وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu