کنړ ولایت کې د پشد چکډم د جوړېدو چارې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۲۲
1

د کنړ ولایت د سرکاڼو ولسوالي اړوند د پشد چکډم د جوړېدو چارې د 2.2 میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

دغه چکډم د 37.5 متره په اوږدوالي او د 6.5 متره په لوړوالي سره جوړیږي، چې د 3800 متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا به ولري.

د نوموړي چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د کنړ ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او چارې به یې د ۹ اونیو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu