کندهار ولایت کې د یوه کانال، استنادي دېوال، د اوبو کنټرولي دروازو او اته پلګوټو جوړونې پروژې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۴:۶
1

د کندهار ولایت د لوړ میوند ولسوالي په قبات کلي کې د یوه کانال، استنادي دېوال، ۸ پلګوټو او د اوبو د دوو لویو او وړو کنټرولي دروازو د جوړولو پروژې چارې د ۲۹ میلیونه، ۱۸۲ زره ، ۸ سوه او ۱۲ افغانیو په لګښت پيل شوې.

نوموړی کانال د ۷ کیلو متره او استنادي دېوال د ۶۳ متره په اوږدوالي جوړیږي، چې چارې به یې د  ۸ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د کانال د ویجاړېدو او د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوی ترڅنګ په کرنې کې د سیمې د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.

په دغه پروژه کې چې یو شمېر خلکو ته د کار زمینه چمتو شوې، چې چارې یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu