کندهار ولایت کې د کانال، سربند، د ګبیون دېوال او پلچکونو د جوړولو پروژې چارې د څه باندې 11 میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۰:۳۹
1

د کندهار ولایت د لوړ میوند ولسوالي د مندوزو په کلي کې د مندوزو کانال پاک کاري، سربند او  ګبیون دېوال د جوړولو چارې د کندهار د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د اېف، اې، او مؤسسې په مالي مرستې د 11 میلیونه 692 زره 788 افغانیو په لګښت پیل شوې.

په دغې پروژې کې د 754 متره کانال د سنګ کاري په وسيله پخته کاري، د کانال د 1200 متره پاک کاري، د کانال په سر باندې د 3 پلچکونو، د 85 متره سربند، د دروازې او 45 متره د ګبیون دېوال جوړول شامل دي.

د یادولو وړ ده چې دغه کانال د ځایي اوسېدونکو د تګ او راتګ لپاره د آسانتیا، د کانال د تخریب د مخنیوي، د اوبو د ضایع کېدو څخه د مخنیوي او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه جوړېږي او ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو ته پکې د کار زمینه برابره شوې او د 5 میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu