کندهار ولایت کې د تحکیماتي او ۶ کاریزونو د پاکاري پروژو چارې د څه باندې ۶۳ زره آمریکایي ډالرو د ۴۳۵۰۱۴۵.۲۴ افغانیو معادل په لګښت پيل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۵:۳۸
1

د کندهار ولایت په ارغستان او شاولي کوټ ولسوالیو کې د میر علي، عبدالقدوس، حاجي ملا آغا، کلان او زنګیتانو کاریزونو د پاکاري، د کاریزونو د اوبو راوتونکو خولو  پخول او د یوه اندازه تحکیماتي پروژو چارې د ۶۳ زره او ۵۰۵ اعشاریه ۷۷ آمریکایي ډالرو د ۴۳۵۰۱۴۵.۲۴ افغانیو معادل په لګښت پيل شوې.

د نوموړو پروژو په بشپړېدو سره به د څښاک او کرنیزو اوبو په برخه کې د نوموړو ولسوالیو په سیمو کې د خلکو ستونزې هوارې شي.

 د نوموړو پروژو چارې د یونیسکو موسسې په مالي ملاتړ د کندهار د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu