کندز ولایت کې د ۷ کانالونو لپاره میر آب باشان وټاکل شول

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۱:۲۱
1

د کندز ولایت د قلعه ذال ولسوالي د ۷ کانالونو لپاره میر آب باشان د یوې غونډې په ترڅ کې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او د نوموړې ولسوالي د یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې وټاکل شول.

ښاغلي حاجي حکمت په دغه غونډه کې د میر آب باشانو د کړنلارې په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او له نویو میر آب باشانو څخه یې وغوښتل چې خپلې دندې په ښه توګه پرمخ یوسي.

د یادونې وړ ده، چې د میر آب باشانو د کړنلارې پر بنسټ د هر کانال لپاره د کروندګرو په خوښه میر آب باش د ۳ کلونو لپاره ټاکل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu