کابل ولایت کې د ذمه یا قول دولتي چکډم د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۶:۲۰
1

دغه چکډم چې د کابل ولایت په کلکانو ولسوالي کې موقعیت لري، د ۵ میلیونه ۷۰۵ زره او ۶۷۵ اعشاریه ۴۱ افغانیو په لګښت نن د منځنۍ کابل سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم مولوي نورالله حکمت او د کلکانو مرستیال ولسوال محترم مولوي نجیب الله او تخنیکي ټیم په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه چکډم د ۴۲.۵ متره په اوږدوالي، ۷ متره لوړوالي او ۵۰ متره محافظتي دېوال په در لودلو سره جوړ شوی، چې د ۵۵ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او ۲۵۰۰ کورنۍ ورڅخه برخمنې کیږي.

د نوموړي چکډم چارې د اسلامي امارت په مالي لګښت د منځنۍ کابل سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu